د کندهار د انګورو د صادراتو پيلېدل، تر اوسه څلوېښت ټنه انګور له هېواده بهر لېږل شوي دي
سرطان 14, 1402 18:34 Asia/Kabul
د انګورو د حاصلاتو د موسم په رانږدې کېدو سره له کندهار څخه د دغې مېوې صادرات پيل شوي او سوداګر سږ کال د انګورو د ښه حاصل هيله لري چې د دغې مېوې له صادراتو څخه به د دوی عاید ډېر شي. د کندهار ولايت سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې سږ کال تر اوسه د انګورو په صادراتو کې کومه ستونزه نشته او د انګورو صادرات په يخچال لرونکو لاريو کې لېږل کیږي.