له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت: د سېلابونو له امله پنځلس تنو ته مرګژوبله اوښتې ده
سرطان 12, 1402 18:42 Asia/Kabul
د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د تېرو څو ورځو د بارانونو او سېلابونو له امله پنځلس تنو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبر ورکړی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، د سېلابونو له امله چې په پکتیا، پکتیکا، پروان، ننګرهار، میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې راوتلي وو، په دغو ولايتونو کې تر سلو ډېر څاروي له منځه تللي او تر زر جريبه ډېره کرنيزه ځمکه او باغونه هم له منځه تللي دي. رحيمي زياته کړې، چې د دغه وزارت ریاستونه په بېلابېلو ولايتونو کې د دغو پېښو له قربانيانو سره د مرستې هڅه کوي.د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو او سختو بارانونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.