سرطان 12, 1402 18:36 Asia/Kabul

د طالبانو د ریاست الوزرا د سرپرست کفیل مولوي عبدالکبیر وايي، د تېر حکومت د کارکوونکو ځورونه په بشپړه توګه ناسمه ده.

د ارګ په ټوېټر پاڼه خپاره شوي دي چې د ریاست الوزرا چارسنبالي مولوي عبدالکبیر د تېر حکومت د قول اردوګانو له قوماندانانو، افسرانو، رییسانو او مسوولانو سره ناسته کړې. د دغې اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې مولوي عبدالکبیر د تېر حکومت د کارکوونکو ځورول د متعصبو رسنیو تبلیغات ګڼلي او هغه یې رد کړي.هغه ادعا کړې چې د تېر حکومت د ملکي او پوځي چارواکو ګڼ شمېر کسان د اړیکو د کمېسيون د هڅو په پايله کې؛ هیواد ته راستانه شوي او پرته له کومې ستونزې ژوند کوي.دا په داسې حال کې ده چې په رسنیو کې د پخوانیو دولتي کارکوونکو د ځورونې راپورونه خپاره شوي وو چې د چارسمبالي حکومت د چارواکو له غبرګون سره هم مخ شوي.

تگ