سرطان 12, 1402 18:29 Asia/Kabul

دوشنبې په سهار په جنین باندې د صهیونیستي رژیم ترهوایی او ځمکنیو بریدونو وروسته؛ تر اوسه څلور فلسطينيان شهيدان او پنځه ویشت تنه ټپيان دي، چې د اوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

په جینین باندې د صهیونیستي رژيم د عملیاتو له پیل راهیسي دغه ښار او دغه کمپ لس ځله بمباري شوي او بریدونه لا هم روان دي.فلسطیني سرچینو خبر ورکړی، چې په جنین ښار کې د شهید محمود طوالبه جومات هم بمبار شوی او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.د دغه راپور له مخې؛ د جنين په ضد عملياتو کې تر زرو زيات عسکر برخه لري او تر اوسه پورې پنځلس فلسطينيان د نيواکګرو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.په ورته مهال کې د راپورونو له مخې د فلسطین د مقاومت ځواکونو د جنین ښار او د دغه ښار په کمپونو کې له صهیونیستي پوځیانو سره د نښتو خبر ورکړی.راپور زیاتوی چې دفلسطین مقاومت ځواکونه په زغره والو ګاډو د چاودیدونکو توکو په ورویشتلو او ډزو سره په جنین باندې د صهیونیستانو له نیواک سره مبارزه کوی .

تگ