په افغانستان کې د بیو د پړسوب کچه منفي یوې درجې ته را ټيټه شوې
سرطان 12, 1402 18:24 Asia/Kabul
نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د بیو د پړسوب کچه منفي یوې درجې ته را ټيټه شوې.
د نړۍ په هېوادونو کې د انفلاسیون د کچې په اړه د نړیوال بانک له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفي یوې درجې ته رسېدلې ده.د افغانستان چارسمبالي حکومت د دغه راپور په هرکلي سره نورو هېوادونو ته د صادراتو ډېروالی، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتل په هېواد کې د انفلاسیون د کچې د راټیټېدو له لاملونو څخه ګڼي.