د چارسمبالي حکومت له خوا د بایډن د څرګندونو هرکلی
سرطان 12, 1402 18:17 Asia/Kabul
ذبیح الله مجاهد وايي چې، دغه څرګندونې دا په ډاګه کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جو بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ د جوبایډن خبرې دا ثابتوي چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي.د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو په مرسته القاعده له افغانستانه ویستل شوې ده.د دغو څرګندونو په غبرګون کې ګڼو شنونکو؛ القاعده د امریکا خپله لاسپوڅې ډله ګڼلې ده چې په خپله خوښه یې جوړه او له منځه وړې ده.