سرطان 10, 1402 18:33 Asia/Kabul

له نږدې دوو کلونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوه زره یو ویشتم کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستی راپور خپور کړی.

دغه داخلي راپور ښيي چې امریکايي چارواکو په دوه زره یو ویشتم کال کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د روښانه تصمیم نه نیولو او د کړکېچ د مدیریت د نشتوالي له امله لویه ناکامي تجربه کړې.د بهرنیو چارو وزارت په وروستي خپور شوي راپور کې د راتلونکو ناورینونو په اوږدو کې د یو واحد شخص ګمارلو په ګډون د اصلاحاتو غوښتنه شوې ، او له سیاسي ملاحظاتو پرته د بیړني پلان جوړونې د جلا کولو غوښتنه یې هم کړې.د دوه زره یو ویشتم کال په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونه تر شلو کلونو وروسته له افغانستانه ووتل او افغانستان کې طالبان واکمن شول.د خلکو د تېښتې او همدارنګه د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو صحنو هم ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، هغه پېښه چې د داعش ډلې له خوا په کې یوه درون او مرګونی ځانمرګی برید هم وشو.

تگ