سرطان 10, 1402 18:22 Asia/Kabul

هره ورځ په سلګونه ناروغان روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په موخه ورځي. روغتیایِ مسوولین د ماشلومو(پشه خانو) د پرېمانه وېش خبر ورکوي.

په ننګرهار ولایت کې د ملاریا ناروغۍ کچه لوړه شوې ده. روغتيا پالان وايي د ګرمي له زیاتېدو سره پر ملاريا ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی او هر ورځ لسګونه کسان روغتيايي مرکزونو ته درملنې په موخه ورځي.د ملاریا سره د مجادلې مسوولان هم وايي په ختيځو ولایتونو کې د ملاريا ناروغۍ کچه لوړه شوې او پنځوس سلنه پيښې په ننګرهار کې ثبت شوي .

تگ