د دفاع وزارت: ازبکستان او تاجکستان دې د افغانستان چورلکې بېرته ور وسپاري
د چارسمبالي حکومت د دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د ګاونډیتوب او ډیپلوماتیکو اړیکو د اصولو په پام کې نیولو سره دې دغو هېوادونو ته سپارل شوې چورلکې بېرته افغانستان ته ورکړي.
د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ویلي چې لېږدول شوې چورلکې د افغانستان د دولت او د خلکو دي او ویلي يې دي چې دوى به دغه چورلکې له ازبکستان او تاجکستان څخه بېرته واخلي.تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست د دورې هیلي کوپټرې او پوځي الوتکې به چارسمبالي حکومت ته ور نه کړي.دغه چورلکې چې تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې وې د امریکا متحدو ایالتونو له خوا پېرل شوې او د دغه هېواد پخواني پوځ ته ورکړل شوې وې. د راپورونو له مخې د پخواني پوځ له خوا د جمهوري ریاست له سقوط سره سم نږدې شپیته چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې دي.