سرطان 10, 1402 18:08 Asia/Kabul

په ورته وخت کې د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د القاعده ډلې د نه شتون په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بایډن خبرې رښتیا دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې موږ د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې رښتينې ګڼو چې ویلي یې دي په افغانستان کې اوس مهال کومه جګړه ماره ډله نشته. دا د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې هغه راپور ردوي چې ویلي یې وو په افغانستان کې تر شلو ډېرې مخالفې ډلې فعالې دي.بلخي دا هم ویلي چې د چارسمبالي حکومت پالیسي دا ده چې هیچا ته اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان خاوره د بل په زیان وکاروي.د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون په يوه خبري غونډه کې ویلي چې القاعده نور په افغانستان کې شتون نه لري. هغه مخکې ویلي وو چې د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره ورسره چارسمبالی حکومت مرسته کوي.دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د چارسمبالي حکومت تر رامنځته کېدا را وروسته په افغانستان کې داعش او القاعده وده کوي. هغه ادعا چې د سرپرست حکومت چارواکي یې تل ردوي.

تگ