سرطان 07, 1402 16:51 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي منشي مارکس پوتزل په افغانستان کې په ملي خبرو او د ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدا ټينګار کړی دی.

مارکس پوتزل ویلي دي چې دافغانستان چارسمبالی حکومت دې په هغو ژمنو ودریږي چې له نړۍ سره يې کړې دي. د پوتزل په وینا ښکاري چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت په رسمیت پېژندل په اوسنیو شرایطو کې تقریباْ ناشونی دی.پوتزل وایي چې چارسمبالی حکومت دې د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکی اوسي او د دوی غوښتنې دې په پام کې ونیسي.د ملګرو ملتونو د استازي په وینا که څه هم نړۍ هره ورځ له طالبانو سره په تعامل او خبرو کې ده خو نړۍ هيڅکله د چارسمبالي حکومت له خوا د بدلون شاهده نه وه.دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې چارسمبالي حکومت خبر ور کړی و، چې د هېواد په روان وضعیت کې ملي خبرو اترو ته اړتیا نشته او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

تگ