سرطان 07, 1402 16:48 Asia/Kabul

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي دي.

ننګرهار له طبيعي پېښو سره د چمتووالي رييس مولوي خالد سحر د سحرافغانستان تلويزيون ته ویلي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د سخت باران له امله سيلابونه راوتلي، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي او درې تنه ټپیان دي.د هغه په ​​وينا، د يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه چې په سېلاب کې بند پاتې وو، هم د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د چورلکې په وسيله ژغورل شوي دي.په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سختو بارانونو او طوفانونو ډېر زیانونه اړولي دي.په پکتیکا، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې هم سیلابونو زیانونه اړولي دي. د دغو ولايتونو ځايي خلک وايي، د بارانونو له امله کرنیزې ځمکې، مېوه لرونکې ونې له منځه تللي او نښلوونکې لارې هم ويجاړې شوې دي.

تگ