شاوخوا څلورزره افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي. ویل کېږي چې دغه کسان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان په بندخونو کې ډېر شمېر افغان کډوال له دې امله بندیان دي چې د اوسېدو قانوني جواز نه لري او یا هم د وېزې موده یې پای ته رسېدلې ده.په پاکستان کې د ځايي خبريالانو د راپورونو له مخې، يو شمېر افغان کډوالې ښځې او ماشومان په سند ايالت کې يوازې له دې امله بنديان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.د پاکستان حکومت د تېر کال په دوبي کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د وېستلو لړۍ پیل کړه او دغه بهیر د دوه زره دوه ویشتم کال په اکتوبر میاشت کې ګړندۍ شوی.د بشري حقونو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره دې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ او ناوړه چلند ته د پای ټکی کېږدي.