ملګري ملتونه: داعش او چاودېدونکي توکي په افغانستان کې د ملکي زیانونو اصلي لاملونه دي
سرطان 07, 1402 16:42 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د داعش له خوا ترهګریزې پېښې او چاودېدونکي توکي لا هم یوه ستره ننګونه ده چې له امله یې تل ملکي وګړي زیانمن شوي دي.