د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره د امیرخان متقي لیدنه
متقي د نړۍ هېوادونه د افغانستان د حساسیتونو په درک کې ناتوان ګڼلي. د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي هم د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي او مفتش سره په لیدنه کې ویلي چې اوسني حکومت د ښځو اسلامي حقونه پرځای کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، متقي له سینیریلي اوغلو سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو دغه ډیپلوماټ به د دوی حکومت لاسته راوړنې او د خلکو غوښتنې نړیوالې ټولنې ته ورسوي او له نړیوالې ټولنې سره یې نږدې کړي. متقي ویلي، چې په تېرو کلونو کې ستونزه دا وه، چې بهرنيو راپور ورکوونکو د افغانستان حساسيتونه نه شو درک کولی. د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سینیریلي اوغلو له خولې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو غړو هېوادونو سره یې خبرې کړي او دا یې احساس کړې، چې نړیواله ټولنه د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېواله ده.