جوزا 31, 1402 18:51 Asia/Kabul

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ازبکستان پر وړاندې په بریا سره د کافا جام اتلولي خپله کړه.

د ایران د فوټبال ملي لوبډله د تاشکند په ښار کې د کافا سیالیو په پایلوبه کې له ازبکستان سره مخامخ شوه چې دغه لوبه د یو پر صفر په توپیر سره د ایران په بریا پای ته ورسیده. د دې لوبې یوازینی ګول سردار ازمون په نهه څلویښتمه دقیقه کې وواهه.د ایران د فوټبال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې افغانستان او قرغیزستان ته د شپږو او پنځو ګولونو په توپیر ماتې ورکړې وه او په پایلوبه کې یې ازبکستان هم مات کړ. عمان له قرغیزستان څخه په بریا سره درېیم ځای خپل کړی.د دې لوبلړۍ په پای کې مهدي طارمی د شپږو ګولونو په وهلو سره د کافا د لوبلړۍ د «ګول د ښاغلي» په توګه ونومول شو.د يادونې وړ ده چې د ايران د فوټبال ملي لوبډلې تر پنځلسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په سيمه ييزو سياليو کې اتلولي خپله کړې ده.

تگ