د البانیا د پولیسو او د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې تر منځ نښته
جوزا 31, 1402 18:47 Asia/Kabul
ایران وايي چې البانیا دې د دغې ترهګرې ډلې د کوربه توب له امله خپله تېروتنه جبران کړي.
پرون د البانیا پولیسو د اشرف سی په کمپ کې د مجاهدین خلق له ترهګرې ډلی سره نښته کړې. په دغه جګړه کې د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي او په لسګونو نور يې ټپيان شوي. په دغو عملیاتو کې د مجاهدین خلق اویا غړي هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.