جوزا 31, 1402 18:42 Asia/Kabul

د بهرنیو چارو وزار وايي چې د صهیونستي رژیم غیر انساني کړنې له اسلامي قوانینو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې ویلي، چې د فلسطیني ولس پر وړاندې دغه ډول غیر انساني کړنې له نړیوالو، اسلامي او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده، او دا د ټولې نړۍ د مسلمانانو د راپارېدا لامل هم کېدای شي.د جنین په کمپ باندې د صهیونیستي رژیم بريد په وروستیو ورځو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

تگ