په پلازمېنه کابل کې د نفتي توکو بيې راټيټې شوې دي
جوزا 31, 1402 18:26 Asia/Kabul
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په پلازمېنه کې د نفتي توکو بیې د تېرو میاشتو په پرتله راټیټې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په پلازمېنه کې د نفتي توکو د بیو د راټیټېدو لامل خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو برابرول ګڼي. هغه ویلي دي چې تردې وروسته سوداګر کولای شي، چې له هر ډول ننګونې پرته د اړتیا وړ تېل له بېلابېلو هېوادونو وارد کړي.په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ویلي دي چې هېواد ته د ټیټ کیفیت د تېلو د ټانکرونو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې له روسیې، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان څخه څه باندې اته نوي زره ټنه پټرول او دوه نوي زره ټنه ډیزل تېل هېواد ته راوړل شوي دي.