جوزا 31, 1402 18:20 Asia/Kabul

د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، که اسلام اباد وغواړي، افغانستان به د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي.

د پاکستان له پاره یو ستره ننګونه د ناامنیو ډېرېدل دي چې لامل یې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان شتون ګڼل شوی دی. په ورته وخت کې د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي که پاکستان وغواړي نو افغانستان د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي تر منځ د خبرو اترو منځګرتوب ته چمتو دی. مجاهد ویلي دي چې زموږ د منځګړتوب ګټه سیمې ته هم رسیږي او مونږ غواړو چې په سیمه کې جنګ نه اوسي. د نظامي چارو کارپوهان هم د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت تر منځ د افغانستان د چارسمبالي حکومت منځګړتوب اغېزمن ګڼي. دوی وايي که د افغانستان چارسمبالی حکومت د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو اترو د پيل له پاره منځګړتوب وکړی شي نو دا به یو اغېزمن او غوره ګام وي.

تگ