د افغانستان او بنگله دېش د یو ورځنیو لوبو له پاره د لوبغاړو د نوملړ اعلانېدل
جوزا 29, 1402 20:06 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه نوملړ کې د نهه ویشت لوبغاړو نومونه شامل دي چې نولس یې اصلي لوبغاړي دي یعنې د بنګلهدېش په وړاندې په را روانو سیالیو کې به لوبېږي او لس نور یې احتیاطي لوبغاړي دي.د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې د یو شمېر نویو لوبغاړو لکه شهید الله کمال، ضیا اکبر، ریاض حسن، اظهار الحق نويد او یو شمېر نورو نومونه هم لیدل کېږي.ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جولای میاشتې له پنځمې څخه تر یوولسمې نېټې پورې د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ ترسره کړي.