په ننګرهار کې د ګوزڼ پنځمه پېښه هم ثبت شوه
د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین مشر ډاکټر نیک محمد خبر ورکړی چې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې یو ماشوم د پولیو ویروس له امله فلج شوی دی.
د نېک محمد د معلوماتو له مخې، دا په دوه زره درویشتم زېږديز کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د فلج پنځمه مثبته پېښه ده چې په ننګرهار کې ثبت شوې ده. د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په کوټ ولسوالۍ، دوه یمه په بټي کوټ، درېیمه په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه پېښه د ننګرهار په دوربابا کې ثبت شوې ده.
د هېواد په ختيځ کې روغتيايي چارواکي د ګوزڼ د نويو پېښو پر ثبتېدو اندېښنه ښيي او وايي، چې دا مهال په دې سيمه کې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال یوازې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې دا په افغانستان کې د ګوزڼ ثبت شوې تر ټولو کمې پېښې ګڼل کيږي.