جوزا 29, 1402 19:54 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې د اوبو د کانال د پروژې پيلېدل

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو ان ډي پي په ننګرهار ولایت کې د اوبو د یوه کانال د پروژې د فعالېدو خبر ورکړی دی. دغه پروژه به ۸۰۰ کورنیو ته د کرنې په برخه کې اسانتیا برابره کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو ان ډي پي په ننګرهار ولایت کې د اوبو د یوه کانال د پروژې د فعالېدو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې پر ټویټر لیکلي، چې دا پروژه به په ننګرهار کې د اته سوه کورنیو لپاره د کرنې په برخه کې ګټوراوسي.د یو ان ډي پي د معلوماتو له مخې، د اوبو دغه کانال زره متره اوږدوالی لري او کولای شي چې دوه سوه پنځوس هکتاره باغونه خړوب کړي.د یادولو وړه ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روان کال په ثور میاشت کې ویلي وو، چې د اقلیم بدلون په دغه هېواد کې اوبو ته د خلکو لاسرسی کم کړی دی.د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د اوبو له کمښت سره د مخامخو کورنیو شمېر په دوه زره یو ویشتم کال کې له اته څلوېښت سلنې څخه په دوه زره دوه ویشتم کال کې شپېته سلنې ته لوړ شوی دی.

تگ