جوزا 29, 1402 19:51 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار وايي چې ایراني متخصص ډاکټران د بامیانو روغتون ته استول کيږي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار د یوه پلاوي په مشرۍ د بامیانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره کتلي.

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار «سفرخاني» بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بامیان ولایت امام خمیني روغتون ته د ایراني ډاکټرانو د استولو خبر ورکړی.په دغه لیدنه کې د باميانو والي عبدالله سرحدي د دغه اقدام ستاينه کړې او ویلي يې دي چې د امام خميني روغتون په پرانستلو سره به د باميانو د ناروغانو ډېری ستونزې هوارې شي.په ورته مهال کې د چارسمبالي حکومت د عامې روغتيا وزير قلندر عباد دغه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ايران د اسلامي جمهوريت مرستو ته په اشارې سره ویلي وو چې په باميانو کې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د امام خميني روغتون د جوړولو د کار پيلېدل د دغې سیمې د محرومو خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې د قدر وړ او ښه اقدام دی .

تگ