جوزا 29, 1402 19:46 Asia/Kabul

ښاغلي خامنه ای ویلي چې تهران کولای شي ازبکستان د ترکمنستان او افغانستان له لارې، له ازادو اوبو سره ونښلوي.

د ایران د اسلامي انقلاب مشر د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې تهران کولای شي د ترکمنستان او افغانستان له لارې له ازادو اوبو سره ازبکستان په اسانۍ سره ونښلوي.

د ایران د اسلامي انقلاب مشر حضرت ایت الله علی خامنه ای دغه موضوع د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف، سره په کتنه کې څرګنده کړه.د ایران د اسلامي انقلاب مشر څرګنده کړې، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره باید له ګډو زمینو کار واخیستل شي.د ایت الله خامنه ای د وینا له مخ، د ایران اسلامي جمهوریت د دې وړتیا لري چې ازبکستان په اسانۍ سره د ترکمنستان او افغانستان له لارې له ازادو اوبو سره ونښلوي.

تگ