جوزا 27, 1402 18:44 Asia/Kabul

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یوه خیریه بنسټ او یوه صنعتي شرکت د پنځوسو ځوانانو د ډله ییز واده مراسم تر سره کړل.

د دغو مراسمو موخه په ټولنه کې له ناوړه دودونو سره مبارزه ښودل شوې. د دغو مراسمو د ترسره کولو موخه په ټولنه کې د ناوړو دودونو مخنیوی او له اړمنو ځوانانو سره مرسته ده.د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب ویلي چې د ډله ييزو ودونو پر تنظيم سربېره يې هرې ځوانې جوړې ته د یو سل او شل قلمه د کور توکي هم په پام کې نیولي دي. نوموړي همدا راز له خلکو غوښتي چې د ځوانانو د ودونو په برخه کې ناوړو دودونو او نا اړینو لګښتونو ته د پای ټکی کېږدي، ترڅو ځوانان ګڼو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ نه شي.د نيمروز ولايت سيمه ييز مسوولين هم د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي، چې په راتلونکي کې دې هم د سوداګرو په مالي مرستو دغه راز مراسم ترسره شي.

تگ