د هرات ولایت په یوه سوداګریز مارکیټ کې اور لګېدنه، اور کنترول شوی
جوزا 27, 1402 18:29 Asia/Kabul
د هرات ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدلی و چې له څو ساعتونو وروسته مهار شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن سهار شاوخوا درې بجې د دغه ښار د «جاده لیلامی» اړوند د «قصرهرات» په سوداګريز مارکېټ کې اور لګېدلی دی.اور وژونکو له څو ساعتونو وروسته اور کنټرول کړی دی. په دغه پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو دوکاندارانو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.د دغه مارکېټ د هټیوالو په وينا، په دې اور لګېدنه کې د څلوېښتو څخه تر پنځوسو پورې دوکانونه سوځېدلي دي. د هرات د ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي، چې د دغې اورلګېدنې لامل ښايي د برېښنا د شارټۍ له امله وي.