جوزا 27, 1402 18:19 Asia/Kabul

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، تر څو چې اوسني افغان چارواکي د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت ونه پيژندل شي، د دوى سفير په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار نه شي کولى.

کابلوف له یوې روسي شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی او روسي وګړي دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.د افغانستان لپاره د روسيې استازي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې په هېواد کې د طالبانو د اوسني حکومت جوړښت ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې په افغانستان کې اوسنی حکومت په هېڅ ډول ټولګډونه نه دی.کابلوف زیاته کړې، تر څو چې طالبان د قومي او سیاسي استازو په ګډون د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې خپله بنسټيزه ژمنه پلې نه کړي، د هغوی په رسمیت پیژندل شونی نه دی.پرون هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د داعش ترهګرې ډلې له خوا د منځنۍ اسیا د هیوادونو د ثبات د کمزورتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې. د ماریا زاخاروا په وینا، په افغانستان کې داعش ډله د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره له نورو هېوادونو پیسې ترلاسه کوي.

تگ