جوزا 24, 1402 19:14 Asia/Kabul

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وايي په نړۍ کې د بې ځايه شويو کسانو شمېر له يو سل او لسو میليونو څخه لوړ شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په هلمند ولایت کې د دولسو روغتیايي مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی. دغه سازمان په خپله ټويټر پاڼه کې د دغه خبر په خپرولو سره ليکلي چې دغه روغتيايي مرکزونه به په لرو پرتو سيمو کې ښځو او ماشومانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، ياد شوي روغتيايي مرکزونه به د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په مرسته جوړ شي، چې د اميندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته به ښځو، ميندو، ماشومانو او لويانو ته روغتيايي چوپړتیاوې وړاندې کوي.دا په داسې حال کې ده چې د چارسمبالي حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هرو لسو زرو نویو زېږېدلو ماشومانو کې دوه ویشت ماشومان د بېلابېلو روغتیايي ستونزو له امله مري.د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې اوولس میلیونه شپږ سوه زره تنه روغتیايي چوپړتیاوو ته سخته اړتیا لري.

تگ