د امریکا پخوانی ولسمشرټرمپ او د پټو اسنادو په ساتلو تورن، ونیول شو
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د میامي په ښار کې یوې محکمې ته د محرمو اسنادو د ساتلو په قضیه کې د تورونو د سپیناوي په موخه ورغلی و چې ونیول شو.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو پخوانی ولسمشر په فدرالي محکمه کې تورن کیږي. نوموړی د امریکا داسې لومړنی ولسمشر هم دی چې د خپلې دورې پر مهال دوه ځله استیضاح ته غوښتل شوی دی.د ټرمپ محاکمه نږدې یو کال وروسته تر هغې ترسره کيږي چې اف بي آي د ټرمپ د استوګنې ځای له پلټنو وروسته تر سلو ډیر محرم اسناد موندلي وو.د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو، چې د ولسمشرۍ پر مهال د ډونالډ ټرمپ له نږدې سلاکارانو څخه هم و، د محکمې د اورېدنې پر مهال د خپل پخواني مشر پر ضد دریځ خپل کړی.د دې قضیې په اړه په تورونو کې، چې د جمعې په ورځ د امریکايي رسنیو له خوا خپاره شوي، ښکاره شوه چې د ټرمپ پر ضد د اوه دیرش قضیو د جرمونو خبر ورکړل شوی دی. د ملي معلوماتو پټول، د عدالت د پلې کولو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅې، په فاسد ډول د اسنادو پټول، د فدرالي څېړنو اړوند اسناد پټول، او د ناسمو څرګندونو وړاندې کول هغه تورونه دي چې ټرمپ ورسره مخ دی.