ډان: په افغانستان کې د ټي ټي پي له څلورو تر شپږو زرو پورې جنګیالي شتون لري
جوزا 24, 1402 19:04 Asia/Kabul
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز په یوه راپور کې ادعا کړې ده چې د افغانستان په خاوره کې له څلورو تر شپږو زرو د ټي ټي پي جنګیالي شتون لري.
ورځپاڼې د داعش د خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور دی او په کابل کې د پاکستان پر سفارت یو تن بریدګر وژلو ته په اشارې سره لیکلي، چې د اسلام اباد حکومت په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبانو شتون ته اندېښمن دی.د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند د پای ته رسېدو له اعلان راوروسته، دغې ډلې په دغه هېواد کې تر سلو ډېر بریدونه کړی دی.دغې ورځپاڼې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت اصلی دښمن داعش ترهګره ډله ده چې په دغه هیواد کې یې په نړیوالو او کورنیو موخو ډیر بریدونه ترسره کړی دی.