د کافا - مرکزي اسیا د اتلولیو سیالۍ
ایران د کافا سیالیو په لړ کې له افغان لوبډلې سیالي وګټله او په دې سره افغان لوبډله له دغو سیالیو بهر شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د کافا - مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې په خپله دوه یمه لوبه کې د ایران له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه. په دغه لوبه کې چې پرون ماښام د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې ترسره شوه، افغان لوبډلې لوبه په دفاعي حالت کې پیل کړه، خو د لوبې په شلمه دقیقه کې د سردار ازمون په ګول وهلو سره د افغانستان دروازه پرانېستل شوه. د لوبې په اوږدو کې په لومړۍ نیمايي کې مهدي طاریمي او علیرضا جهانبخش پر افغانستان د ایرانۍ لوبډلې په ګټه په ۲۳مه، ۲۸ مه او ۴۵ دقیقه کې درې نور ګولونه هم ووهل. دوه يمه نيمايي کې د مهدي طارمي تر خوا له پنځم ګول وروسته، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي فرشاد نور په ٥٧مه دقيقه کې وتوانېد چې د افغان لوبډلې په ګټه يواځينى ګول ووهي. د لوبې په ۶۷مه دقیقه کې دایرانۍ لوبډلې له خوا پر افغانستان یو بل ګول هم ووهل شو او په پای کې لوبه د ۶/۱ په توپیر د ایران ملي لوبډلې وګټله. د ایران ملي لوبډله چې په دې لوبه کې له خپل اصلي ترکیب سره راڅرګنده شوې وه، وتوانېده چې بل پړاو ته ځان ورسوي او افغان لوبډله د دغې سیالۍ په بایللو سره له کافا سیالیو بهر شوه. د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي لوبډلې ځینې مهم لوبغاړي لکه فیصل شایسته چې د هیواد په تاریخ کې یې تر ټولو زیات ګولونه وهلي، اسلام امیري چې په ۶۵ ملي سیالیو کې ګډون کړی او زبیر امیري په دغو سیالیو کې ګډون نه دلورد .د یادونې و ړ ده چې د افغانستان او ایران تر منځ دغه درېیمه لوبه تر ۷۴ کلونو وروسته ترسره شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه په ۱۹۴۱ کال کې د کابل په کوربه توب ترسره شوې وه، چې له ګول پرته مساوي پای ته رسېدلې وه.