بلاول بوټو: د طالبانو له واکمنېدو سره سم د پاکستان امنیتي وضعیت خراب شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې امنیتي ګواښونه ډېر شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د چارسمبالي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته د تحریک طالبان پاکستان امنیتي ګواښونه ډېر شوي دي.
بلاول بوټو زرداري له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې دا مهال د پاکستان د تحریک طالبان له امنیتي ګواښونو سره مخ دی او دا هېواد په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو را وروسته له بېلابېلو ترهګریزو بریدونو سره مخ شوی دی.له الجزیرې سره په مرکه کې بلاول بوټو زرداري له افغان طالبانو غوښتي چې د دغه هېواد له خاورې دې د ترهګریزو پېښو له پاره کار و انه خیستل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې اسلام اباد له افغان طالبانو غواړي چې د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي. د هغه په وينا، د چين، پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه هم د ترهګرۍ پر ګواښونو راڅرښېدله.بلاول بوټو زرداري ټینګار کړی چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل یوازینۍ حل لاره ده.زرداري د افغان ښځو حقونو ته د طالبانو پر درناوي ټینګار کړی او ویلي يې دي چې نړۍ غواړي طالبان پر خپلو کړیو ژمنو ودریږي.