د ایران له بندخونو څخه د سل تنو بندیانو خوشې کېدل
په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان ته د ایران له بندخونو د سل تنو افغان بندیانو د لېږد خبر ورکړی.
د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټویټ کې د دغو بندیانو د سپارلو خبر ورکړی.د يادونې وړ ده، چې دغه افغان بندیان په بېلابېلو تورونو د ايران د څلورو ولايتونو په بندخونو کې بنديان وو او د طالبانو او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې هېواد ته لېږدول شوي دي.په نيمروز کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د استازولۍ د دفتر مسوولين وايي، چې دغه بندیان د دغه ولايت د نيمروز بنخونې ته لېږدول شوي دي.د دوی په وینا دغه بندیان به د خپل بند پاتې موده د نیمروز په بندخونه کې تېروي.د یادونې وړ ده چې په تهران کې د چارسمبالي حکومت د سفارت مرستیال هم د اسلام کلا له پولې د چهارشنبې په ورځ د څلور سوه نورو بندیانو د لیږدولو خبر ورکړی دی.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران او طالبانو د هوکړې پر بنسټ؛ شاوخوا دوه زره افغان بندیان چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو افغانستان ته لېږدول شوي.