جوزا 22, 1402 18:24 Asia/Kabul

نن د جوزا میاشتې دوه ویشتمه د ماشومانو د کار کلو پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش هم په یوه ټویټ کې د ماشومانو د کار د بندولو او د هغوی د ساتنې غوښتنه کړې

نن د جوزا میاشتې دوه ویشتمه د ماشومانو د کار کلو پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش هم په یوه ټویټ کې د ماشومانو د کار د بندولو او د هغوی د ساتنې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په نړۍ کې له هرو لسو ماشومانو څخه یو یې کار کوي.دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کورنیو د بې وزلۍ او کمزوري اقتصاد له امله ډېر شمېر ماشومانو د اهنګرۍ، کانونو، د موټرونو په کارځآی، ساختماني او نورو برخو کې د کار کولو په ګډون درنو کارونو ته مخه کړې ده.په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ماشومانو کار د ماشومانو فزیکي او ذهني پرمختګ ته زیان رسوي او ټولنې باید د ماشومانو د کار مخه ونیسي.د ماشومانو د خونديتوب نړيوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، يوازې تېر کال په افغانستان کې يو ميليون ماشومان په کار بوخت وو.

تگ