جوزا 22, 1402 18:17 Asia/Kabul

مجاهد: د امنیت شورا راپور له کرکې ډک او د خپلواکۍ له اصولو سره په ټکر کې دی.د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې وروستی راپور یو اړخیز، نامتوازنه او له حقیقته لرې بللی دی. مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو دوام او د داسې راپورونو خپرول له تعصب څخه ډک او د خپلواکۍ او نه مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې وروستی راپور یو اړخیز، نامتوازنه او له حقیقته لرې بللی دی.

 مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو دوام او د داسې راپورونو خپرول له تعصب څخه ډک او د خپلواکۍ او نه مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي.

 مجاهد په دغه راپور کې د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلافاتو، افغانستان د تروریستانو پر امن ځای بدلېدلو، د طالبانو د چارواکو له خوا د نشه يي توکو قاچاق، د واک انحصار او په حکومت کې د ټولو قومونو د نه شتون او نورو مواردو په اړه شوې ادعاوې بې بنسټه بللې او دا یې د افغانستان د خلکو او نظام سره د دښمنۍ نښه ده او تعصبي پروپاګند ګڼلی.

دغه راز د سرپرست حکومت دغه چارواکي د ګاونډيو او سيمې هېوادونو له مخالفانو سره د کابل د مرستو ادعا هم رد کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.  

دغه اعلامیه زیاتوي چې سرپرست حکومت په خپلو ژمنو ولاړ  دی او ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته کوم خطر نشته او دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

مجاهد په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيلې ته په اشارې سره ویلي چې د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق د پام وړ کم شوى چې د نړيوالو رسنيو وروستي راپورونه د دې خبرې ثبوت دى. هغه همداراز ټینګار کړی چې د امنیت شورا د یو اړخیز او ناکره راپورونو خپرول نه یوازې د افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې د ملګرو ملتونو خپلواکۍ، بې پرېتوب او اعتبار ته هم زیان رسوي.  

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحليل او څارنې ډلې په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان بېرته د ۱۹۹۰ لسیزې "پښتون پلوي او سخت دریځۍ" سیاستونو ته ستانه شوي دي.

دغې ډلې د القاعدې د عملیاتي وړتیا د بیا ژوندي کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره د طالبانو اړیکې هماغسې پیاوړې دي.  

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي چې لا هم وختي دی چې د طالبانو د مشر د هغه حکم په اړه قضاوت وشي چې د اپینو د منع کولو په اړه یې ورړکړی و.  په راپور کې راغلي چې د نشه یي توکو بیې او د میتامفیتامین تولید زیات شوی دی.

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د السیس په نوم یوې څېړنیزې موسسې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید په بې ساري ډول کم شوی دی.

 

 

تگ