بوریس جانسن د شخصي او اداري فسادونو تر څرګندېدا وروسته استعفا کړې
د برتانیې د پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د اداري او شخصي سردردیو د ښکاره کیدو تر کړکیچونو وروسته، نوموړي د دغه هیواد له پارلمان څخه استعفا کړې ده.
د بريتانيا پخواني لومړي وزير د پارټي ګیټ د راپور له ترلاسه کولو وروسته له پارلمان څخه د استعفا د پرېکړې خبر ورکړی دی. هغه تورن دی چې د دې هیواد په پارلمان کې یې د کرونا د وبا پر مهال یې په دولتي ودانیو کې د ډیری غونډو په اړه دروغ ویلي چې هغه د قرنطین له اصولو سرغړونه هم وه.له دې سره، جانسن په خپل بیان کې ادعا کړې چې د ولسي جرګې کمیټې داسې شواهد ندي وړاندې کړي چې هغه په آګاهانه یاهم په قصدي توګه دوی ګمراه کړي.په مارچ کې کمیټې ته په ورکړل شويو شواهدو کې ، جانسن منلې وه چې هغه پارلمان غولولی و او درواغ یې ورته ویلي وو خو دا یې رد کړې چې دا یو قصدي کار و.اته پنځوس کلن بوریس جانسن چې محافظه کار ګوند یې په دوه زره نولسم میلادي کال کې پرېکنده بریا ته رسولی و، د دوه زره دوه ویشتم کال په جولای کې د پارټي ګیټ په قضیه کې تر نیول کیدو وروسته د محافظه کار ګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکړه.