جوزا 20, 1402 18:10 Asia/Kabul

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، هېواد به یې د ټولیز امنیت د رامنځته کولو په موخه د سمندري اتحاد د جوړولو لپاره د ایران پر وړاندیز غور وکړي.

په دې وروستیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان له هند او د سیمې له څو نورو هیوادونو سره د نوي سمندري اتحاد د جوړولو لپاره د اقداماتو خبر ورکړی و.د ایران د سمندري ځواکونو د قومندان سردار شهرام ایراني په وینا، د روسیې او چین په ګډون د دغه هېواد درې اړخیز سمندري اتحاد د پراختیا په حال کې دی او د دغه اتحاد په چوکاټ کې کلني تمرینات ترسره کوي.ایراني چارواکي په دې باور دي چې دغه اتحاد کولای شي په سیمه کې د پردیو شتون راکم کړي او د ګاونډیو هېوادونو له خوا د سیمې امنیت هم تامین کړي.

تگ