جوزا 20, 1402 18:07 Asia/Kabul

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې رابرټ چترټن ډیکسن په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ډیکسن د هوګو شارټر پر ځای دغه ځای ته ټاکل شوی دی. د شارټر ماموریت تیر هجري کال د دلوې په میاشت کې پای ته رسېدلی و.د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د برتانیې د سفارت نوی شارژدافیر به راتلونکې میاشت خپله دنده پیل کړي. ویل کیږي چې نوموړی په بنګله دیش، بالکان، متحده ایالاتو او فلیپین کې د ډیپلومات په توګه کار کړی او تر دې وړاندې یې په کابل کې د برتانیې د مرستیال سفیر او شارژدافیر په توګه کار کړی دی.په افغانستان کې د بریتانیا سفارت اوس مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی. بريتانيا د امريکا له سترو ملګرو او متحدانو څخه ګڼل کېږي چې ځواکونو يې له تېرو شلو کلونو راهيسې د هلمند په ګډون د هېواد د سوېلي سيمو کنټرول په غاړه درلود. هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو دوو لسیزو کې په کې د نشه یي توکو کښت د پام وړ وده کړې ده.

تگ