د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په موخه هڅې
.پاکستان له ترکمنستان سره د دغې پروژې د پلې کېدا د پلان د لاسلیکولو خبر ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوه وینا کې ویلي چې دغه پلان د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمنستان د ګازو د مشر او د پاکستان د نفتو په چارو کې د دولت وزیر له خوا لاسلیک شوی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوه وینا کې ویلي چې دغه پلان د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمنستان د ګازو د مشر او د پاکستان د نفتو په چارو کې د دولت وزیر له خوا لاسلیک شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر چې د دې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې یې شتون درلود، ویلي چې دا پروژه به د سیمې له هېوادونو سره مرسته وکړي چې طبیعي ګازو ته لاسرسی پیدا کړي.په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې هم ویلي دي چې په هېواد کې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان په اقتصادي برخه کې لا وده او پرمختګ وکړي.د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه خبر د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري او د د دغې پروژې د امنیت ساتلو په موخه يې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځانګړې قطعه هم ګومارلې ده. د ټاپي پروژه د ګازو نل لیکه ده چې له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان او پاکستان له خاورې تېرېږي او هند ته رسېږي.