جوزا 20, 1402 17:58 Asia/Kabul

د دغې مسلې اړوند طالب ډیپلوماټانو په اسلام اباد کې له پاکستانيو چارواکو سره کتلي او خبرې اترې یې ورسره کړې دي.

د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیول کېدو تر ډېرېدا وروسته، په اسلام اباد کې د طالبانو ډیپلوماټانو د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د ناستې او خبرو اترو خبر ورکړی دی. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه ټوېټ کې ویلي چې سردار احمد شکېب له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانانو له نیول کېدو ډډه وکړي او ټینګار یې کړی چې د دې بهیر دوام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.د طالبانو د سفارت په وینا پاکستاني چارواکو په دغه غونډه کې ویلي چې یوازې هغه کسان به نیول کېږي چې قانوني اسناد نه لري. په داسې حال کې چې په تېره میاشت کې په پاکستان کې ډېر شمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو پر درلودلو سربېره هم د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي دي. په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت زیاته کړې چې هڅه کوي د پاکستان له زندانونو نیول شوي کډوال خوشې کړي او له خلکو یې هم غوښتي چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته سفر ونه کړي.سفارت زیاته کړې، چې په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا سیمو کې د کډوالو د نیولو لړۍ لاهم روانه ده. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د پوليسو له خوا دوه سوه پنځوس تنه نيول شوي دي چې په هغو کې داسې کسان هم وو چې په پاکستان کې د موقتي قانوني استوګنې او د ازاد تګ راتګ لپاره د ملګرو ملتونو له خوا منل شوي اسناد يې هم درلودل.

تگ