د داعش ترهګرې ډلې د ورانکارو کړنو ډېرېدل
د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ په فیض اباد ښار کې په نبوي جومات د ځانمرګی برید پړه منلې.
دغه چاودنه په بدخشان کې د طالبانو د والي د پخواني مرستیال نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې شوې چې دی هم څو ورځې وړاندې په دغه ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوی و. رویټرز خبري اژانس د داعش د یوې خبرپاڼې له مخې دا خبر خپور کړی دی. د داعش ترهګرې ډلې په بیانیه کښې ادعا شوې ده چې دغه برید د دغې ډلې د یوه ځان وژونکي له خوا ترسره شوې ده.د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د پنجشنبې په ورځ په نبوي جومات کې په یوه ځانمرګي برید کې د بغلان د طالبانو د پخواني امنیه قومندان صفي الله صمیم په ګډون دیارلس کسان او یو شمېر مخور کسان، دیني عالمان او ولسي وګړي ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. پاکستاني رسنیو پرون د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور و، په کونړ ولایت کې وژل شوی، خو دغو رسنیو نهدي ویلي چې نوموړی څنګه او د چا لهخوا وژل شوی. خو د طالبانو ویاند د دې خبر په خپرولو سره رسنیو ته ویلي، چې د دوی حکومت دا مهال یاده پېښه نه شي تاییدولی. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي له دې موضوع خبر دي او په دې اړه به څېړنې وکړي.د ثناالله غفاري د مړینې خبر له پرون راهیسې په پاکستانيو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی دی. تر اوسه په دې اړه جزیات نه دي خپاره شوي چې د داعش دغه مشر څنګه او کله وژل شوی دی. په ورته وخت کې که دا خبر تایید شي، د داعش ترهګرې ډلې په ځپلو او د دغې ډلې د ګواښونو په له منځه وړلو کې د دوی د بریالیتوب په اړه د طالبانو ادعا به تر پوښتنې لاندې راشي.