د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې باید له طالبانو سره په همغږۍ جوړې شي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي چې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې باید له طالبانو سره په همغږۍ جوړې شي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغانستان په اړه باید سیمه ییزې او نړیوالې غونډې له دغه حکومت سره په همغږۍ ترسره شي.
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې طالب مشرانو ته باید د افغانستان په تړاو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.شاهین زیاته کړې، که دوی په غونډو کې ګډون ونه کړي، د دې حکومت په نه شتون کې باید کومه پرېکړه ونه شي.تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې د دوی له شتون پرته به کومه غونډه بریالۍ نه وي او پایله به هم ونه لري.په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په داسې حال کې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د دوی د حکومت د مشرانو د ګډون غوښتنه کړې چې د طالبانو له شتون پرته د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ په کچه څو غونډې جوړې شوې دي.