د ملګرو ملتونو له پراختیایي استازي سره د عامې روغتیا د چارسمبالي وزیر قلندر عباد لیدنه
د ملګرو ملتونو له پراختیایي استازي سره د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ښاغلي قلندر عباد لیدلي او د همکارۍ د ډېرېدا غوښتنه یې ترې کړې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو ان ډي پي له استازي سره د قلندر اباد د لیدنې خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ټوېټر په يوه پیغام کې لیکلي، چې په دغه کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد له عامې روغتیا وزارت سره د دغې ادارې د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظرونه څرګند کړي.د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یو ان ډي پي استازي د خپل پلان په برخو کې د روغتونونو، کلینیکونو، روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د غیر ساري ناروغیو د پروګرامونو د پیاوړتیا په برخو کې د دغه بنسټ پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاریو د هرکلي او ستاینې په ترڅ کې د روغتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې.