روسيې ته د لوړو زده کړو د چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم سفر
په دغه سفر کې به ندا محمد ندیم د تاتارستان د پوهنې او کلتوري چارواکو سره وګوري.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت روسیې ته د دغه وزارت د سرپرست ندا محمد ندیم د سفر خبر ورکړی دی.
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي یو ویډیويي کلیپ خپور کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی ندیم د یوه علمي سفر لپاره د روسیې د فدراسیون په رسمي بلنه د تاتارستان پلازمېنې کازان ته تللی دی.د هغه په وينا، په دغه سفر کې به د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير د روسيې د پوهنې او کلتوري برخې له مسوولانو سره وګوري.نوموړي ویلي، چې ندیم به د روسیې په بېلابېلو پوهنتونونو کې له افغان محصلینو سره وګوري او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به واوري.د ندا محمد ندیم سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېر کال د یوه فرمان په صادرولو سره د ښځو د لوړو زده کړو او په عامه ځایونو کې د جنډر د بېلوالي د پلي کېدو له امله پر هغه د اروپايي ټولنې له خوا بندیز ولګېد.