جوزا 17, 1402 19:01 Asia/Kabul

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د دواړو هېوادونو د سفارتونو فعالیتونه د دواړو لوریو په همکاریو کې اسانتیا رامنځته کوي. په ریاض کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت تر اووه کلن ځنډ وروسته په رسمي ډول پرانېستل شو.

په ریاض کې د ایران د سفارت د پرانېستلو مراسم د ایران په قونسلي چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال علیرضا بیکدلی، د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د سرپرست حسن زرنګار او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال علي الیوسف په شتون کې تر سره شول. بیکدلي په دغو مراسمو کې ویلي دي چې د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د پراختیا لپاره په مختلفو دولتی او عامه برخو کې ډیرې وړتیاوې شتون لری.د ایران په قونسلي چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د ایران د سفارت د بیا پرانستلو او فعالیت لپاره د برابرو شویو اسانتیاو له امله مننه کړې او ویلي يې دي چې د دواړو هېوادونو د سفارتونو پرانېستل به د دواړو لوریو په سفارتي چارو کې اسانتیا رامنځته کړي.په دغو مراسمو کې د ايران د ملي سرود په غږولو سره د دغه هېواد بيرغ پورته شو او په رياض کې د ايران سفارت په رسمي ډول په کار پيل وکړ.

تگ