جوزا 17, 1402 18:59 Asia/Kabul

داعش ډلې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي پر موټر د چاودنې مسوولیت منلی دی.

په داعش ترهګرې ډلې پورې اړوند اعماق خبري سایټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.دغه چاودنه پرون سهار اته بجې او پنځلس دقیقې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د بدخشان ولایت د محکمې دروازې مخې ته شوې ده.په دغه چاودنه کې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.د ویلو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم په یوه چاودنه کې وژل شوی و، چې وروسته یې پړه داعش ډلې منلې وه.

تگ