جوزا 15, 1402 18:43 Asia/Kabul

د فوټبال فدراسیون له خوا په زابل ولایت کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې. په دغو سياليو کې چې د یاد ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې پيل شوې وې، شپاړس لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

د فوټبال فدراسیون له خوا په زابل ولایت کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې. په دغو سياليو کې چې د یاد ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې پيل شوې وې، شپاړس لوبډلو په کې برخه اخیستې وه. د دې سياليو وروستي پړاو ته د اتحاد او مکتب لوبډلو لاره پيدا کړه او په وروستۍ سيالۍ کې د اتحاد لوبډلې دوه د صفر پر و ړاندې کې د مکتب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو د اتلولۍ يې وګټله.د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د بدني او ورزشي فعالیتونو لپاره د ورزشکارانو ملاتړ او هڅول ښودل شوي دي.

تگ