د برېښنا شرکت چارواکي: په تېر کال کې مو د ۲۹۹ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا را وارده کړې
د بریښنا شرکت مسوولين وايي، چې په تېر يوه کال کې يې د دوه سوه نهه نوي ميليونه ډالرو په ارزښت برېښنا پېرودلې ده.
د برشنا شرکت مشر عبدالرحمن رحماني په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ویلي چې په تېر کال کې له تاجکستان څخه شپږنوي ميليونه ډالره، له ازبکستان څخه څلورنوي ميليونه ډالره ، له ايران څخه د دوه ويشت ميليونو ډالرو او له ترکمنستان څخه د اوه څلوېښت ملیونه ډالرو په ارزښت يې برېښنا را وارده کړې ده. ښاغلي رحماني په دې خبري غونډه کې ویلي چې افغانستان د برښنا د بیې له امله خپل پورونه نږدې ټولو هیوادونو ته ورکړي دي.هغه زياته کړې، چې اوس د دغه شرکت او هغو هېوادونو ترمنځ کومه ستونزه نشته، چې افغانستان ته برېښنا صادروي.د ښاغلي رحماني په وینا، برشنا شرکت د نوي کیدونکي برېښنا د تولید په برخه کې خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان هم چمتو کړی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دغه شرکت لومړیتوب په هېواد کې د نوې کېدا وړ برېښنا تولید و اوسي.