ذبیح الله مجاهد له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې: له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې یو طرفه نه دي
د چارسمبالِ حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، حکومت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي، خو دا یوازې په یوه لوري نه شي کېدای.
د طالبانو ویاند له دغې ورځپاڼې سره د خپلې مرکې په یوه برخه کې ادعا کړې چې د طالبانو مشر غواړي له خلکو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري. مجاهد واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د دوی مشر په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، نه په کابل کې په عالي ماڼۍ کې. د مجاهد په وينا، د دوى مشر غواړي له ملت او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ولري.مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو مشر تر دې وړاندې ویلي و، چې له نړۍ سره د دوی تعامل د «اسلام د سپېڅلي دین د شریعت د احکامو» په رڼا کې کېږي. هبت الله اخندزاده تر دې دمه د هېوادوالو په مخ کې نه دی راڅرګند شوی او نه هم د دوی له واکمنۍ وروسته د هغه کوم انځور خپور شوی دی. له بهرنیو چارواکو سره د طالبانو د مشر د لیدنې خبر یوازې یو ځل ورکړل شوی دی . د رویټرز د راپور له مخې، هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي.د رویټرز په وینا، په دې غونډه کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د کړکېچ د هواري په اړه خبرې شوې، چې دا دې ته د طالبانو لېوالتیا ښيي چې د دوی د حکومت د نړیوالې انزوا د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي. رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې له خولې ویلي، چې د امریکا حکومت د دې خبرو په جریان کې دی او له طالبانو سره د خبرو د دوام په ګډون د ټولو مطرح شویو مسایلو په اړه همغږي دي. رویټرز لیکي چې د قطر لومړي وزیر د طالبانو له مشر سره په خبرو کې یوه موضوع هم "د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز د پای ته رسولو اړتیا وه".کابو دوه کاله تېر شول چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړی، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمي توګه دوی د افغانستان د حکومت په توګه نه دي پېژندلي.